وروستي خبرونه

وسلوال طالبان دې د جګړې پر ځای اوربند وکړي

283

کندز کې سلګونه مېرمنو ځوانانو او د سیاسي احذابو مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې له ښکېلو ډلو د اور بند غوښتنه وکړه، د کندز مېرمنو وویل د جګړو ډېری قرباني دوی ورکوي او وسلوال دې نور د جګړې پر ځای اوربند وکړي، ترڅو خپلمنځي خبرې په ښه ډول تر سره شي

دوی چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د هلمند جګړې ته په اشارې وویل، وسلوال طالبان سولې ته ژمن نه دي او د بل په اشاره خپل هېوادوال وژني . کندز والي چې د دغې غونډې ویناوال وو، خلکو ته د ډاډ ورکړ، چې سوله به راځي او کندز به مثبت تغیر کوي. د جګړو له کوره پر لپسې درېیم وار دی، چې د سولې غږ پورته کېږي خو دا وار په بله بڼه! کندزۍ مېرمنې چې شمېره یې سلګونو ته رسېده په یوه غونډه کې له وسلوالو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه 

دغو مېرمنو وویل د جګړې ډېری قرباني همدوی ورکوي او وسلوالو ته یې ټیکري وغوړول، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي . کندز والي بیا خلکو ته په خبرو کې وویل، د یو بنسټيز بدلون لپاره راغلي، چې امنیت ته به لومړیتوب ورکړي . والي وایي د بیارغونې په برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري او د ښوونکو، معلولینو او کډوالو لپاره یې ښارګوټي په نظر کې نیولي چې عملاً به یې کار پيل شي 

والي وویل افغانستان کې جګړه ختمېدونکې ده، ځکه طالبانو په حکومت کې د ګډون غوښتنه کړې او د افغانستان حکومت چمتو دی، چې دوی ته د وړتیا له مخې په حکومت کې ونډه ورکړي . کندز کې داسې مهال مېرمنې د سولې غږ پورته کوي، چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو د کندز شورابیو کلي او نن د ذاخېلو سیمه کې د وسلوالو پر ضد تصفیوي عملیات پيل کړي، چې ویل کېږي د وسلوالو سربېره پکې ګڼو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008