وروستي خبرونه

جګړې او یو شمېر نورو عواملو افغانستان کې د اقتصادي ودې مخه ډب کړې

279

 د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال د افغانستان اقتصادي وده منفي څلور وه، یادې ادارې زیاته کړې په روان کال کې نه یواځې دا چې د دې هیواد اقتصاد وده نه ده کړې بلکې لاهم خراب شوی

هیواد کې روان تاوتریخوالی او نور عوامل د دې باعث شوي، څو د ښه والي پرځای د دې هیواد اقتصاد نور هم خراب شي. په همدې حال کې یادې ادارې په وینا د افغانانو لپاره ښه خبر دا دی چې راتلونکي کال کې به د افغانستان اقتصاد څلور سلنه لوړ شي او له ۲۰۱۳ کال راهیسې به په اقتصادي برخه کې د لومړي ځل لپاره پرمختګ تجربه کړي

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان د تورم کچه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴.۸ تخمین کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي، تر ډېره بریده یې پر بنسټیزو پروژو پانګونه کړې او د عایداتو برخه کې به افغانان ډېر ژر د لاسته راوړنو شاهدان وي. خو په همدې حال کې خلک له اوزګارتیا او فقر څخه سر ټکوي او له دولت څخه د کاري فرصتونو غوښتونکي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008