وروستي خبرونه

د تېرې درې ورځنۍ جګرې له امله په هلمند کې تر ۳۵ زره کسان بې ځایه شوي دي

277

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري استازي په یوه ټويټ کې د هلمند جګرې په یادولو سره پر افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې د ولسي وګړو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي او خلکو ته له سیمې د وتلو خوندي لارې پرېږدئ

همداراز هلمند کې د کډوالو چارو ریاست هم وايي، چې شاوخوا ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوي، نوموړی وايي، د بې ځایه شویو کورنیو څپې او له هغوی سره د مرستې امکاناتو نشتوالي ته په کتو ښايي کړکېچ رامنځ ته شي. د هلمند ځايي اوسېدونکي وايي، چې یوازې خلکو د جګړې له سیمې سرونه اېستلي او ډېر بد وضعیت کې ژوند تېروي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008