وروستي خبرونه

تماس ډلو تر دولس ورځني ځنډ وروسته د تګلارې پر اختلافي مواردو بحث کړئ

274

 د ملي مصالحې عالي شورا وايي، تېر ماښام دوحه کې د تماس ګروپونو ترمنځ ناسته شوې، چې په کې د کړنلارې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه خبرې شوي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم زیاتوي، چې دواړو ډلو په بحثونو کې پر دې توافق کړی، چې د اختلافي مسایلو حل لپاره به ناستې دوام ولري

مشرانو جرګه بیا دوحه کې د تماس ډلو ترمنځ پر سړو او اوږدو بحثونو اندېښمنه ده او په خبره يې په بېلابېلو ښارونو د طالبانو بریدونه نه یواځې د سولې له هوکړې په ښکاره سرغړاوی دی، بلکې له دې سره ثابته شوه، چې دوی سولې ته رېښتېنې اراده نه لري. قطر کې د تماس ډلو ترمنځ د تګلارې پر سر اوږدو بحثونو، چې کومه مثبته پایله يې هم نه لرله اوس یو ځل بیا له دولس ورځني ځنډ وروسته دواړو لورو پر پاتې اختلافي مواردو بحثونه پیل کړي

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، تېر ماښام قطر کې د دواړو ټیمونو د تماس ډلو ناسته کړې، چې په کې د تګلارې پر اختلافي مسایلو يې خبرې کړې دي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم په یوه ټویټ کې زیاته کړې، چې د اختلافي مسایلو هوارۍ لپاره د ناستو پر دوام توافق شوی

(نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو ترمنځ ناسته وشوه، په ناسته کې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دې توافق وشو، چې ناستې به دوام مومي.) مشرانو جرګه بیا د تماس ډلو ترمنځ پر سړو بحثونو ناخوښې ده او په وینايي، په لویو ښارونو د طالبانو وروستي بریدونه د سولې هوکړې خلاف دي او باید د سولې لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي غواړي، چې بین الافغاني مذاکرات د شریعت په رڼا کې مخته یوسي او د افغان سولې لپاره يې د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیوکه وکړه، چې د سولې پروسه کې د پاکستان په خوښ مخته ځي

کله، چې قطر کې د تماس ډلو ترمنځ د تګلارې پر اختلافي مواردو بحثونه پېچلي شول، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته سفر وکړ او اوس يې هلته د اختلافي مسایلو هوارۍ لپاره هلې – ځلې پیل کړي دي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008