وروستي خبرونه

سعودي غواړې له اسراییلو سره په اړیکې جوړولو ناراضه ټرمپ خوشحاله کړي

270

 انډیپنډنټ انګلیسي ورځپاڼې ویلي، سعودي عربستان عربي نړۍ کې تر ټولو پیاوړی اقتصادي ځواک لري، چې له امارات او بحرین وروسته درېیم عربي هېواد دی، چې اسراییلو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دی

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي غوښتې وو، څو له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړي، خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مخالفت ښودلی وو او زیاته کړې وه، تر هغه چې اسراییل له فلسطینیانو سره چلن بدل کړی نه وي، دغه هېواد سره به خپلې اړیکې عادي نه کړي

ورځپاڼې زیاته کړې، سعودي اوس هڅه کوي، څو اسراییلو سره په اړیکې جوړولو ناراضه ټرمپ خوشحاله کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008