وروستي خبرونه

پاکستان افغانانو ته د ویزې ورکولو لپاره اسانتیاوې برابروي

268

 په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانانو ته د ویزې ورکولو په چارو کې سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي. خبرپاڼه زیاتوي، په هرات، مزار شریف، ننګرهار او کابل کې يي افغانانو ته د ویزې ورکړه پیل کړې ده، چې له مهالوېش سره سم مراجعین کولای شي ویزې واخلي

د پاکستان سفارت دا اعلان پر داسې مهال کوي‌، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې یو شمېر هغو کسانو چې یاد سفارت ته د ویزې ترلاسه کولو لپاره ورتلل، په دې پروسه کې د خنډونو او فساد پر ضد اعتراضونه وکړل

دغه افغانان وایي،‌ سفارت د ویزې ورکولو لپاره په ورځ کې یوازې دوه ساعته کار کوي او وايي، چې د سفارت مخې ته کمېشن کاران له خلکو پیسې اخلي او کار یې ور خلاصوي. خو د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان وګړو لپاره د پاکستان ویزه وړیا ده‌ او سفارت ته د ویزې لپاره ورتلونکو کسانو ته یې سپارښتنه کړې چې چا ته دې پیسې نه ورکوي

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له افغانستان سره د کورونا ویروس خپرېدو وروسته خپلې ټولې پولې وتړلې او د وېزې ورکولو لړۍ يې هم درولې وه

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008