وروستي خبرونه

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ ناسته ترسره شوې

262

 د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې تېره ورځ ناوخته د تماس ډلو ترمنځ ناسته ترسره شوې او پر کړنلاره یې خبرې کړي

نوموړي هیله ښودلې چې دا لیدنې به دوام ولري. که څه هم د کړنلارې د وروستي کېدو په برخه کې ډېر بحثونه ترسره شوي، خو تر دې دمه نه ده وروستۍ شوې او پر یو شمېر مواردو لاهم اختلافات موجود دي. له ۱۲ ورځو راهیسې دواړو لورو ناسته نه وه ترسره کړې، چې د لیدنو ځنډ د خلکو شکونه اواندېښنې راپارولې وې. قطر کې د خپلمنځي خبرو سره سم د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې ورسره هره ورځ دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ – ژوبلې اړلو ادعا کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008