وروستي خبرونه

پر لښکرګاه ښار د وسلوالوطالبانو برید پر شاه تمبول شوی

260
 د هلمند والي وايي، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله د وسلوالو طالبانو بریدونه یې پر شا تمبولي او د دې بریدونو په ترڅ کې یې شاوخوا ۲ سوه وسلوالو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې. تېره ورځ وسلوالوطالبانو د دې ولایت څلورمه امنیتې حوزه باندې برید تر سره کړ او یاده حوزه یې ونیوله، همداراز وسلوالو طالبانو د هلمند ـ کندهار لویې لارې په ګډون د یو شمېر ولسوالیو لویې لارې هم وتړلې
د هلمند مدني فعالان وايي، چې د جګړو له امله له یو شمېر ولسوالیو څخه شاوخوا ۴۰۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. طالبانو د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې د نیولو سره ـ سره اوس مهال جګړه د ولایت مقام په یوه کیلو مټرۍ کې روانه ده. هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وایي، وسلوالو طالبانو ته یې د هوایي او ځمکنیو بریدونه پر مهال درنه مرګ ـ ژوبله اړولې او په وینا یي د طالبانو د سرې قطعې قومندان په ګډون د تېرو لسو ورځو شاوخوا کې دوه سوه طالبان وژلي دي
د هلمند امنیه قوماندان جنرال خلیل الرحمن جواد بیا رسنیو ته نن دوشنبه د وسلوالو طالبانو هغه جسدونه هم وښودل، چې تېره شپه په هوایې بریدونو او پیاده جګړه کې وژل شوی وو جواد وویل چې کمانډو او هوایي ځواکونو د هلمند په ناوه ، نادعلي او باباجي ولسوالیو کې یاد وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هلمند یو شمېر مدني فعالان وايي، هلمند کي د جګړې شدت اندېښمن کړي دي او په وینا یې سلګونو کورنیو د جګړي له کبله خپل کورونه پریښودلي، چې مرکز لښکرګاه ښار ته راکډه شوي دي، دوی پر مرکزي حکومت غږ وکړ، چې هلمند ته خپله پاملرنه ډېره کړي
په هلمندکې له تېرو درېیو ورځو راهیسې داسې مهال وسلوالوطالبانو جګړو ته زور ورکړی، چې له تېرو ۳۰ ورځو راهیسې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو دوی نه دي توانېدلي، تر څو د کړنلارې پر جوړولو هوکړې ته ورسېږي
حفیظ احمد نصرت

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008