وروستي خبرونه

که امنیتي چارواکي امنیت نه شي ټینګولی، استفاء دې ورکړي

258

 د ولسي جرګې یو شمېر غړي هېواد کې وروستیو ناامنیو اندېښمن کړي او له امنیتي چارواکو غواړي، چې د هلمند جګړه دې مهار کړي، دوی زیاتوي، که په هېواد کې امنیت نه شي راوستی، نو له دندو دې لري شي

په ورته مهال بیا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په وروستیو شلو ورځو کې د کابل ښار کې ۱۴۶ د جرمونو قضیې ثبت کړي، چې په تړاو يي ۱۳۳ کسان نیولي دي. کورنیو چارو وزارت په کابل کې د طالبانو له لوري د جنايي جرمونو په تړاو د اعلامیې په خپرولو باندې غبرګون ښودلی او زیاتوي، چې طالبان یو نامشروع او تروریستي ډله ده، چې د بي ګناه انسانانو ژوند اخلي، نو دوي هېڅ کله نشي کولاي چې د کابل ښاریانو امنیت خوندي کړي

وروسته له هغې چې په هېواد کې جګړې زور اخیستی او په کابل ښار کې د ناامنیو او جنايي جرمنو پېښې ډېرې شوي، د ولسي جرګي یو شمېر وکیلانو د ناامنیو په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د امنیتي سکټور له مسوولینو څخه د ناامنیو د مهار کولو غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړي، د امنیتي سکټور له مسوولینو څخه غواړي، چې هر څه ژر دې د هلمند جګړه مهار کړي

د ولسي جرګې غړي وايي، چې په هېواد کې د جګړو د شدت په تړاو دې امنیتي مسوولین راوغوښتل شي او د امنیت په تړاو دې ورڅخه پوښتنه وشي، د دوی په وینا که امنیت نه شي راوستی، نو استفاوې دې وکړي. بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو شلو ورځو کې په کابل ښار کې يې ۱۴۶ بېلابېل جرمي جنایتونه ثبت کړي، چې په دې تړاو يي ۱۳۳ کسان نیولي او د ځینو دوسيې يې څارنوالۍ ته لېږلي دي

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې د جرمونو کچه تر بل هر وخت ډېره شوې او حتا تر دې چې د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د خلکو تمه نوره له امنیتي ادارو څخه له منځه تللې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008