وروستي خبرونه

افغان امنیتي ځواکونو ته به نوې وسلې او تجهیزات پیل شي

254

 بهرنيو چارو وزارت په بهر کې د هېواد له ټولو سياسي نمايندګيو څخه غوښتي، تر څو د ملي امنيتي ځواکونو د وسلو او تجهيزاتو د ترميم او اخيستلو لپاره معلومات راټول کړي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معينيت ټولو سياسي نمايندګيو ته ليکلي، چې د ملي امنيت شورا په غوښتنه په چين، ازبکستان، اذربايجان، پولینډ، چک، تاجکستان، اوکراين او هند هېوادونو کې د ملي امنيتي ځواکونو لپاره د سلاح د اخيستلو او ترميم په اړه لازم معلومات راټول او امنيت شورا ته د تصميم نيولو لپاره وړاندې کړي

همداراز په ورته مهال د مشرانو جرګې اداري استازو ویلي، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس امریکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډې تخلیه کول پیل کړي او دغلته د جوړو کړو ودانیو د نړولو لړۍ یې هم پیل کړې ده. په وینا یې، بګرام هوايي اډه کې د تخلیه شویو ودانیو نړوول او پاکستان ته د پوځي تجهیزات لېږدولو باندې شدید انتقادونه کړی او له حکومت یې غوښتي چې، د پوځي وسایلو د لېږد مخه ونیسي او باید دغه تجهیزات افغان پوځ ته وسپارل شي

خو په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه بیا وايي، چې خپلې پوځي اډې او ځيني نظامي وسايل او تجهيزات به افغان ملي ځواکونو ته وسپاري

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008