وروستي خبرونه

هلمند کې د کېلې کرکېلې ۸۰ سلنه مثبته پایله ورکړې

217

 د دغه ولایت د زراعت مسوولین وایي، چې د کېلې د کرکېلي او حاصلاتو پایله ۸۰ سلنه بریالۍ ده. دوی وایي د کېلې حاصلات یې راټول کړي او د کاربېټو په وسیله یې د پخېدو لپاره په ګودامونو کې ځای پر ځای کړي څو بازار ته یې وړاندې کړي

دوی هلمندیانو ته ډاډ ورکوي، چې راتلونکي کال کې به یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د کېلې کرکېله په دغه ولایت کې عامه شي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې زیاتره میوه جات یې له بهره دي او په دې وروستیو کې دغې برخې ته د حکومت پاملرنې خلک هیله مند کړي

هلمند کې په لومړی ځل د دغه ولایت د کرنې او مال ساتنې ریاست له لوري دوه کاله وړاندې په امتحاني ډول د کېلې نیالګي کېنول شول. د یاد ریاست مسوولین وایي، هلمند یو له هغو ولایتونو دی، چې ګرمه هوا لري او د کېلې لپاره یو مناسب ولایت دی، دوی د کېلو له حاصلاتو خوښ دي او وایي، چې پایله یې ۸۰ سلنه مثبته ده

د کرنې ریاست د مسوولینو په خبره په پام کې لري، چې په راتلونکې کال کې به دغې برخې ته نوره هم ځانګړې پاملرنه کوي. د دغه ریاست د مسوولینو په وینا که څه هم کېله زیاتو اوبو ته اړتیا لري، خو دوی ډاډه دي چې دغه ولایت کې هوا ته په کتو به ښه حاصلات ورکوي او له هلمندیانو غواړي، چې د غیرې قانوني کښتونو پر ځای حلال او ګټوره کرکېله وکړي

هلمند دا افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي، چې ځمکه یې زراعت ته مساعده او تر ډېره کرنیز محصولات پکی ښه وده کوي، چې تازه د کېلې کرکېلې ښه نتیجه ورکړې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008