سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

طالبانو سره د تاوتریخوالي کمېدو جزیات خپاره شوي

د سولې له جزیاتو باخبرو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د تاوتریخوالي کمېدو پر مهال به د طالبانو له لوري عملیاتو کې اتیا سلنه کموالی راځي او په ورځني ډول به د طالبانو بریدونه له ۷۵ څخه ۱۵ ته راښکته شي.

د دوی په وینا د افغان او امریکایي ځواکونو پر قرارګاه ګانو به د بریدونو نه کېدو ترڅنګ طالبان پر لویو لارو عملیات هم نه کوي.

د سرچینې په خبره وسلوال طالبان به د تاوتریخوالي کمېدو له پیل وروسته خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راولي. تاوتریخوالې د کمېدو جزیات په داسې مهال خپریږي، چې تازه امریکايي رسنۍ واشنګټن ایګزیماینر ویلي، د ټرمپ اداره له طالبانو سره د سولې توان نه لري او په افغانستان کې به جګړه پای ونه مومي.

په دغه ورځپاڼه کې بیا د ډانیل پتریاس خپره شوې مقاله کې راغلي، چې امریکایان په افغانستان کې له نه ختمېدونکې جګړې ستړي شوي او سرتیري یې هم غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

( ټول لیدونکې 1،830 , د نن ورځي لیدونکې 1 )