وروستي خبرونه

اشرف المخلوقات؟! | لیکنه: رحمت الله محمد

167

 په لمړي سر کې ژوندي موجودات په دوه برخو ویشل شوي (البته هغه موجودات چې په ځمکه کې ژوند کوي):      ٬ 

نباتات؛ هغه ډول ژوندي موجودات چې هېڅکله یې له خیر پرته شر ندی رسولی

خو بله برخه یې چې د حیواناتو برخه ده، له یو بل نه زیات شر رسوونکي موجودات دي. انسانان بیا د عقل او فکر لرلو له امله اشرف المخلوقات یا د ژوندیو موجوداتو تر ټولو غوره ډول بلل کیږي. هغه عقل چې له امله یې انسانان د شر رسولو لپاره لا ښې لارې پیدا کوي

که یو حیوان نورو ته شر رسوي نو له مخکې لا پلان نه جوړوي، کله چې ور سره مخ کیږي تصادفي یو شر رسوي، خو کله چې یو انسان شر رسوي، نو څو ورځې یا څو میاشتې مخکې لا د خپل عقل او فکر نه په ګټي اخیستني سره یو قوي پلان جوړوي او بیا تر ټولو ژوندیو موجوداتو قوي شر رسوي

له انسانانو نه، نه یوازي نور انسانان بلکي د نړۍ ټول ژوندي موجودات په تکلیف دي. که د هرې طبقې انسانانو په هکله دقیقه څېړنه وکړو، نو معلومیږي چې بیخې زیاته اندازه انسانان شر رسوونکي دي او ښایي په نړۍ کې به ډېره کمه اندازه انسانان وي چې د هغوي له شره نور ژوندي موجودات په امان وي او ریښتیا به هم غوره موجودات وي. خو د یوې کمې اندازې انسانانو له امله ټولو ته د اشرف المخلوقاتو نوم ورکول نه یوازي له نورو حیواناتو سره بلکې له ټولو ژوندیو موجوداتو سره ستره بې انصافي ده

که اشرف المخلوقات نوم ورکول کیږي نو دا نوم باید نباتاتو ته ورکړل شي، ځکه نه یوازي دا چې چا ته یې شر نه رسیږي، بلکې له برکته یې ټول ژوندي موجودات هم ژوندي پاتي دي

کله چې د نورو موجوداتو په هکله فکر کوم او بیا د انسانانو کارونه ورسره پرتله کوم، نو دې پایلي ته رسېږم چې انسانان د موجوداتو تر ټولو بد او شر رسوونکی ډول دی

انسانان هم د نورو موجوداتو په ډول یو نسل ده، چې ځانګړتیاوې یې هم یو بل ته ورته دي، دا به ډېره سخته امکان ولري چې یو انسان دي تر ټولو غوره موجود وي او بل دي تر ټولو بد موجود وي، ځکه دا یو نسل ده، او معمولاً د یو نسل موجوداتو ځانګړتیاوې هم یو بل ته ورته وي، خو ما تر اوسه پورې د انسانانو نیکي یوازي په خیالي کیسو، تاریخ، فلمونو او… کې لیدلي، یانې تر اوسه ما د انسانانو داسې نیکي په سترګو نده لیدلي چې له امله يې ورته د اشرف المخلوقات نوم ورکړل شي، خو داسې په زرهاوو شرونه یې ما په خپلو سترګو لیدلي چې له امله یې ورته د تر ټولو بدو موجوداتو نوم ورکړل شي

نو زه باور نه لرم چې داسې انسان هم موجود وي چې ورته د اشرف المخلوقات نوم ورکړل شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008