وروستي خبرونه

د هرات او ایران ترمنځ تېره شوې د اورګاډي پټلۍ به تر دوو میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

161

 د ټرانسپورټ وزارت وایي، د اورګاډي دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د ایران له خواف څخه پیل او تر هرات ښاره غځیږي. د یاد وزارت په وینا دوه لومړنۍ برخې یې د ۷۶ کیلومټرو په اوږدوالي بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته هم چمتو دي

د افغانستان په خاوره کې د دې پټلۍ پر ۶۲ کیلومټرو کار روان دی او لا هم نه دی بشپړ شوی. د ټرانسپورټ وزارت وایي، د دغې پټلۍ د کار وېش په څلورو برخو وېشل شوی، چې د څلورمې ټوټې لومړۍ برخه ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د هرات له غوریان ولسوالۍ پیل، بیا د زنده جان او انجیل له ولسوالیو تیریږي او د هرات هوايي ډګر ته غځیږي

لګښت یې هم ۵۸،۵ میلیونه ډالر کېږي، چې افغان حکومت یې لګښت پرې کوي، ټاکل شوې چارې یې په شپاړسو میاشتو کې بشپړې شي. د ایران او هرات ترمنځ د اور ګاډي پټلۍ د غځېدو چارې په داسې مهال ګړندۍ شوي، چې افغانستان دا مهال له ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره د اورګاډي پټلۍ له لارې تړل شوی دی، چې د دغې پټلۍ په نښلېدو سره به افغانستان یو لوی او مهم سوداګریز ښار د اورګاډي له پټلۍ سره وتړل شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008