
ژوند لرو، خو کولی یې نشو. کور لرو، خو اوسېدلی پۀ کې نشو. هېواد هم شته، خو ارام کېدلی پۀ کې نشو. هېواد کې مو جسمونه پر ګرمو او درنو اوسپنو ټوټې_ټوټې شول. پر ستونې مو تېرې چړې پڅې شوې
هوا ته پر کېنول شویو بمونو والوتو. پر دار ځړېدنې، سېزنې او نورې ټولې هغه تراژیدۍ کړنې، چې پرمت یې زموږ لۀ جسده روح جلا کیږي، تجربه شول. د وژنو پۀ ډېری کرکجنو کړنو مو ممکن فرښتو هم خپلې سترګې پټې کړې وي. جسمونه، کورونه، جوماتونه او کتابونه ټول پۀ وینو ولمېدل. داسې نه ده چې بې مذهبه، بې عقیدې او یا بې کلتوره یؤ
دا خو به فکري معیوبیت نۀ وي؟ دین لرو، خو جومات راڅخه ورک دی. اسلامیت هم شته، خو ایمانونه نادرکه دي. جذبې مو بدن کې پۀ جوش دي، خو غېرت راځینې ورک دی. زور لرو، خو د استعمال هنر یې نشته. سرونه شته، خو عقلونو ترې ګډه کړې؛ ځکه خو د دومره سولې او خیر غوښتلو سربېره هم د امن څرک نۀ وینو. تر هغې چې چغې وهو او عمل مو ورک وي، همداسې به مو د جنت پۀ تمه لۀ دنیا څخه دوزخ جوړ وي. د سولې هیلې، د ابادۍ انځورونه او د لیکوالانو لفظونه ټول به همدغه ډول ورک وي. د همدې درې کړنو دوام به مو د ژوند تکرار وي، چې اندېښنې، غندنې او وژنې. خلکو وطنونه جوړ کړل، موږ لا د خپل ژوند پۀ جوړولو کې پاتې یؤ. هره ورځ څو وار لۀ دې وېرې مرو، چې اوس به وژل کېږو. بس دی نو: د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپېژنئ ستاسو لپاره خو به ځانته پېغمبر نۀ راځي
#_محمدخان_ذهین