وروستي خبرونه

کندز ته تر لسو کلونو وروسته ملکي الوتنې پيل شوې

114

 هوایي چلند اداره وایي، کندز ولایت په ملکي برخه کې هوايي الوتنې پيل شوې، چې په اونۍ کې به دوه پروازونه ترسره کېږي

دغه اداره وايي، چې د امنیتي ننګونو له امله کندز ته هوايي الوتنې تېر لس کاله نه ترسره کېدای او اوس د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره کام ایر شرکت خپلې الوتنې دغه ولایت ته پيل کړې. د کندز اوسېدونکي له نورو خصوصي هوايي شرکتونو څخه هم غواړي، چې کندز ولایت ته دې خپل هوايي الوتنې په ملکي برخه کې پيل کړي

کام ایر خصوصي هوايي شرکت تر لس کلن ځنډ وروسته کندز ولایت ته خپلې ملکي هوايي الوتنې پيل کړې. د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې مشر او د کندز والي وايي، چې پخوا په دې ولایت کې امنیتي ننګونې وې او له همدې امله پکې په ملکي برخه د خصوصي شرکتونو هوايي الوتنې نه ترسره کېدې . والي وايي، هره اوونۍ به کندز ولایت ته دوه الوتنې د کام ایر شرکت کېږي، چې په دې سره به د کندز ولایت اقتصاد وده وکړي او د کروندګرو کرنیز حاصلات به نړیوالو بازارونو ته ورسیږي

د کندز قومي مشران او مدني فعالان وايي، چې د کامیر خصوصي هوايي شرکت په ملکي پروازونو سره به په دې ولایت کې تر ډېره مرکز کابل او نورو ځایونو ته د خلکو ستونزې حل شي، چې یوه لسیزه ورته رسېدنه نه وه شوې 

د کندز مېرمنې او مدني فعالان له خصوصي هوايي شرکتونو څخه غواړي، چې دې ولایت ته دې خپلې الوتنې زیاتې کړي، څو د کندز د هغو خلکو ستونزې ورسره حل شي، چې په ځمکنۍ لاره باندې کابل ته د امنیتي ننګونو له امله سفر نه شي کولای . د کندز اوسېدونکي وايي، چې د کندز امنیتي ننګونو ته په کتو باید خصوصي شرکتونه د کندز لپاره خپل زیات شمېر الوتنې ځانګړې کړي او هم دې پلازمینې کابل ته د خپلو ټیکټونو بیې راکمې کړي 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008