وروستي خبرونه

په خوست کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې

113

 د دغه ولایت په ۱۲ سوه فامیلیو کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې. چارواکي وايي، یادې پروژې به دنړوال بانک په مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې اوګټې اخېستنې ته به وړاندې شي

د خوست ښار لویدیځ ته په ۱۲۰۰ فامیلو کې د څه کم یو کیلو مټر سړک جوړلو کارونه پیل شول، خوست ښاروال وایي یاده پروژه د شل میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول جوړیږي، چې مالي لګښت یې نړیوال بانک ورکوي

خوست والي محمد صدیق پتمن وویل، چې ولایتي ادارې ته د پروژو انحصار د منلو وړ نه دی او دوی د پروژو په ښه کیفیت د پلي کولو لپاره ټولو شرکتونو ته به په مساوي ډول حق ورکړل شي. خوست کې ډېر کله شکایتونه کېږي، چې دپروژو څخه څارنه یوازې نمایشي بڼه لري، نوځکه خو یې کیفیت هم ښه نه وي او په کم وخت کې له منځه ځي، خلک غوښتنه کوي، چې د پروژو څخه دې په جدي توګه څارنه اونظارت وشي، تر څو کارونه په معیاري اوښه ډول ترسره شي

نسیم لېوال

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008