وروستي خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي پیاوړتیا په موخه زر میلیونه ډالره مرسته کوي

101

 دغه بانک د مالي سکټور له ثبات او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ په برخه کې له افغانستان سره د زر میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی او د دغه بانک مدیریت پلاوي لخوا منظوره شوې ده

د نړیوال بانک په یو راپور کې راغلي، چې دغه مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې له بې وزلو هېوادونو سره کیږي، د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، هینري‌ کرالي ویلي، دغه مرسته د کورونا ویروس له امله د افغانستان ځپل شوي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه دغه هېواد سره کیږي، څو د مالي سکتور د ثبات ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي. نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره مرستې کړې دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008