وروستي خبرونه

ډاکټر نجیب الله څوک و؟

2

 ډاکټر نجیب الله په ۱۳۲۶ لمریز کال کې په کابل کې وزېږېد. پلار یې اختر محمد نومیده او د پکتیا ولایت د احمدزیو له قوم څخه و

نوموړی په کال ۱۳۴۰ لمریز کې د کابل له حبیبیه لیسي څخه او په ۱۳۵۴ کې کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځۍ څخه فارغ شو. په کال ۱۳۴۴ کې د خلق له دیموکراټیک ګوند سره یو ځای شو او د مارکسیستي آثارو په لوستلو یې پيل وکړ. ډېر ژر د ګوند په غړو کې په یوه پیژندل شوي څېره بدل شو. په ګوند کې يې چټک پرمختګ وکړ او د پرچم ګوند د رهبر ببرک کارمل له نږدي کسانو څخه و

د ظاهر شاه حکومت له لوري دوه ځله زنداني شو او د ۱۳۵۷ کال د کودتا په مهال د کابل پوهنتون د زده کړیالانو د ټولنې مشر و. له کودتا وروسته نوموړی په تهران کې د افغان سفیر په توګه وټاکل شو، خو ډېر هلته په سفارت کې پاتي نشو او بیرته هېواد ته راوغوښتل شو. څه موده ماسکو ته ولاړ، له سرو لښکرو سره یو ځای بیرته هېواد ته راوګرځېد او د خاد د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو

له ببرک کارمل څخه وروسته یې په کال ۱۳۶۵ کې د افغانستان د ولسمشرۍ چاري په غاړه واخیستي. ډاکټر نجیب د خپلي ولسمشرۍ په مهال د خلق ډیموکراټیک ګوند نوم په وطن ګوند واړول. همدارنګه په اساسي قانون کې یې هم تغیرات راوستل او د ملي پخلایني سیاست یې اعلان کړ. په ۱۳۷۱ کال کې يې ولسمشرۍ ته استعفا ورکړه او له هېواد څخه یې د وتلو تصمیم ونیول، چې بهر ته د تګ مخه یې ونیول شوه او نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان ته پناه یوړله. په ۱۳۷۵ کال کې طالبانو کابل ته راتګ سره سم ډاکټر نجیب د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر څخه وایستل او د آریانا په څلور لارې کې یې په دار وځړول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008