شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ناسا د لمر د څیړني په موخه، د لمر مدار ته اوربیټر ولیږل | ژباړه: رحمت الله محمد

د امریکا د فضایي څیړنو ملي اداره د اروپایي فضایي څیړنو اداري په مرسته د لمر مدار ته اوربیټر چې (Solar Orbiter) ورته وایي، ولیږل.

دا اوربیټر د فیبرورۍ په نهمه نیټه د یکشنبي په ورځ ۱۱:۳۰ بجې له اروپایي فضایي مرکز کیپ کنیویرال فلوریدا څخه فضاء ته ولیږل. له دې ماموریت څخه موخه د لمر د قطبي سیمو او مقناطیسي فعالیتونو په اړه څیړنه کول دې. دا ماموریت کولای شي چې د لمر د داخلي فعالیتونو په هکله ځمکي ته معلومات راولیږي.

څیړونکې هیله لري چې دا ماموریت له مونږ سره د لمر د مقناطیسي ساحي په پیژندلو کې مرسته وکړي. او همدارنګه دا ماموریت به سپوږمۍ ته په راتلونکو ماموریتونو کې له فضاء نوردانو سره هم زیاته مرسته وکړي. دا اوربیټر لمړی په اروپایي څیړنو مرکز کې ښه تمرین او له هغه وروسته له همغه مرکز څخه فضاء ته ولیږل شو.

د دوي په خبره: د دې لپاره چې دا اوربیټر خپل ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي، د نورو سیارو له جاذبي قوي څخه هم ګټه اخیستل کیږي. دا اوربیټر به لمر ته تر ۴۲ میلیونه کیلومترۍ نږدي ورشي، چې له عطارد څخه به هم تیر شي، او هلته به د تودوخي له ۶۰۰ سانتیګراد درجې سره مخ شي.

( ټول لیدونکې 109 , د نن ورځي لیدونکې 1 )