چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له عمران خان سره په افغان سولې خبرې کړي

پاکستان چې سیاسي چارو پوهان یې افغان خاوره کې د روانې جګړې د یو لوري په سترګه ګوري، تازه د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې او د سیمه ییزو موضوعاتو امنیت په تړاو بحث او خبرې کړي. د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر په دغه لیدنه کې یو وار بیا افغان سوله کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. دې وروستیو کې چې د طالب او امریکايي لوري ترمنځ هوکړه کېدونکې ښکاري، تازه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یو خبري ناستې پر مهال بیا ځل د افغانانو پر مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کړی.

( ټول لیدونکې 56 , د نن ورځي لیدونکې 1 )