وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت کابل کې د نشه يي توکو له کشف او ترلاسه کېدو خبر ورکوي

997

 له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او لسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پلورونکو شبکو د نیولو په موخه دوه بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۴۸ پوړۍ هیرویین، ۲۱۶ پوړۍ ښيښه، ۳۵۷ بوتله الکولي څښاک، دوه زره او نهه سوه امریکايي ډالره، یو لک او ۱۷ زره افغانۍ او دوه میله تفنګچې هم کشف او ترلاسه کړې دي. د وزرات په خبره د دې قضیو په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008