وروستي خبرونه

ولسمشرغني د تېرو لاسته راوړنو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کړې

996

 ولسمشرغني د ملګروملتونو د ۷۵ مې کلیزې او د دغه سازمان په کلنۍ عمومي غونډه کې په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، چې نړیوال دې د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو په ساتنه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي او په وینا یې، په دې حساسو شرایطو کې د نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري

نوموړي تمه ښودلې، چې په افغانستان کې د جګړې اوږده مخینه دې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي، په خبره یې حکومت سولې ته ژمن دی او له طالبانو یې غوښتي، چې اوربند ته غاړه کېږدي

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ له اوږدو بحثونو راهیسې لاهم د خپلمنځي خبرو پر اجنډا خبرې روانې دي او تر دې دمه کومې هوکړې ته نه دي رسیدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008