وروستي خبرونه

سږ کال هېواد کې د غنمو تولید څه باندې پنځه میلیونه ټنو ته رسیږي

995

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د غنمو حاصلاتو دا اندازه یې د یوې ګډې سروې له مخې معلومه کړې ده

د نوموړي په خبره ، چې د غنمو ټول حاصلات ۴ اعشاریه صفر درې میلیونه مټریک ټنه د اوبو لرونکو کروندو او ۱ اعشاریه ۱۵ میلیونه مټریک ټنه یې د للمې ځمکو څخه ترلاسه کړي دي. دغه وزارت وایي، د غنمو حاصلاتو د معلومولو دغه سروې یې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او۸۸۵ کلیو کې ترسره کړې ده. د کرنې وزارت ویاند د معلوماتو له مخې تېر کال د غنمو د تولید کچه ۴.۹ میلیونه ټنه وه، چې سږني حاصلات نږدې ۲۰۰ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي. رستمي وایي، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د غنمو مجموعي تولیدي کچه د زیاتوالي لامل د غنمو د کروندو زیاتېدل او د للمې کروندو د تولیداتو زیاتوالی دی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008