وروستي خبرونه

دانش لوی امپراتور احمد شاه ابدالي ته سپکاوی کړی او باید له ولس بښه وغواړي

989

 وروسته له هغه، چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د احمد شاه بابا د حاکیمیت دوره استبدادي او دیکتاتوري وبلله ورسره سم يې سخت غبرګونونه راوپارول او وکیلانو دا ډول پارونکي څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې

د ولسي جرګې غړي وايي، دانش، احمد شاه ابدالي ته سپکاوی کړی او د سختې سزا د ورکړې سربېره دې له ولسه بښنه وغواړي. وکیلان زیاتوي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې، چې ملت یووالي ته اړتیا لري، باید اختلافي مسایلو ته لمن ونه وهل شي او یووالي ته کار وشي. تېره ورځ ولسمشر غني او دویم مرستیال يې سرور دانش، چې بامیانو ولایت ته په سفر تللي وو، دانش په خپله وینا کې احمد شاه ابدالي ته سپکاوی وکړ او د سدوزیو او محمدزیو حاکیمیت دوره يې له استبداده ډکه وبلله او د طالبانو اماراتي نظام يې هم دې دورې ته ورته وباله او زیاته يې کړه، چې افغانان نور دغه ډول نظام نه شي زغملی، چې دې څرګندونو سخت غبرګونونه راپارولي دي

د ولسي جرګې غړي د دانش دغه پارونکې څرګندونې غندي او نوموړی له تاریخه ناخبره او تعصبګر بولي او ترې غواړي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له هغو څرګندونو ډډه وکړي، چې افغانستان ناخوالو لورته بیايي. وکیلان وايي، د افغانستان بنسټ اېښودونکي لوی امپراتور احمد شاه بابا ته د سرور ودانش له لوري سپکاوی جرم دی او باید نه یواځې سزا ورکړل شي، بلکې په دې تړاو دې له ولسه بښنه وغواړي. د جرګې د غړو په وینا، اوسنیو سختو شرایطو کې قومي تعصب ته لمن وهل هېواد بدبختیو ته وړي او د ولس پاشلو پر ځای باید ملت جوړونې او یووالي ته کار وشي. د ولسي جرګې ځیني وکیلان زیاتوي، چې سرور دانش احمد شاه بابا ته سپکاوی نه دی کړی او نوموړي ویلي، چې د سلطنت دوره د خلکو په رایو نه ده راغلې او امارت هم خلکو ته د منلو نه ده. سرور دانش داسې مهال لوی امپراتور احمد شاه ابدالي ته سپکاوی کوي، چې تردې وړاندې هم د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ مرستیال محمد سرور جوادي په یو مکتوب کې د احمد شاه بابا پر لقب خط کش کړی و او لارښوونه يې کړې وه، چې بل مکتوب کې دا لقب ونه لیکل شي

خبریال نذیر شینواری

One comment

  • مریم

    September 22, 2020 at 9:08 AM

    ملت افغانستان به نامه احمد شاه بابا افتخار میکند دانش تحصیل کرده ایران است همیشنه کوشش میکند تا خوش خدمتی به باداران خود نمایند توجه کنید نامزد وزیر تحصیلات عالی (عباس بصیر)به درجه لسانس دربخش خدمت گزاری به ایران از دانشکاه قم ایران فارغ گردیده که توسط همین مزدور
    درکابینه معرفی گردیده است .

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008