شنبه. Mar 28th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

سولې هوکړې ته په نږدې کیدو 56 تنه حکومت ضد وسلوال له درې ډل مشرانو سره یو ځای ملي او دفاعي ځواکونه ته تسلیم شوي

ملي دفاع وزارت په خبره دغو کسانو تر دې وړاندې د غور ولایت په کمنج او اسطوره کلیو کې د حکومت ضد فعالیتونه کول، د فشارونو په پایله کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا تر دې دمه د غور په شهرک او د هرات په چشت شریف کې ۶۳۸ تنه وسلوال طالبان امنیتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي. دفاع وزارت له لوري د دغو کسانو د تسلمۍ د ادعا په اړه وسلوالو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

( ټول لیدونکې 1،398 , د نن ورځي لیدونکې 1 )