وروستي خبرونه

د سولې پر مهال نظامي فشار راوستل د طالبانو تګلاره ده

985

 د ایرو ایشیا ورځپاڼې نشر شوې مقالې له مخې، له هغه وخت څخه چې د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پيل شوي، طالبانو بریدونو ته زور ورکړی

ورځپاڼه کاږي، چې د سولې خبرو پرمهال د طالبانو یوه تګلاره دا ده، چې دوی د جګړې له لارې پر افغان حکومت فشار راوړي، د سړک غاړې ماینونو څخه کار اخلي، سیاسیون او حکومتي چارواکي په نښه کوي او د لویو بریدونو طرحې به عملي کوي

د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبان به هڅه وکړي، چې د مذاکراتو پر مهال د لویو امتیازاتو غوښتونکي وي، دوی به د اسلامي نظام پر ټینګولو ټينګار وکړي او همدا راز د دوی مذاکراتي ټيم به لویې او سختې غوښتنې ولري. ایرو ایشیا زیاتوي، چې د طالبانو مرکچي پلاوی له بشپړ صلاحیت څخه برخمن دی او له هغه مواردو څخه نه تیریږي، چې د دوی مشرانو ورته سپارښتنه کړې وي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008