وروستي خبرونه

خلیلزاد له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي

982

 د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېل لوري باید تاوتریخوالی کم کړي

نوموړي د یوه ټویټ پیغام په خپرولو سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي ډېرښت ته په اشارې سره ویلي، چې د نښتو او بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي ټپي او وژل کیږي او دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو کې ښکېلې خواوې باید د تاوتریخوالي کمولو په موخه جدي اقدامات تر سره کړي. نوموړي روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ او خواشینونکی یاد کړی او په وینا یې هېواد کې باید ژرترژره د تاوتریخوالي کچه کمه شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008