وروستي خبرونه

له طالبانو سره د حکومت مذاکراتي پلاوی د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکوي

981

 د افغان حکومت د مذاکره کوونکي ټیم غړی نادر نادري وایي، چې تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټیمونو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره بحثونه او خبرې شوي د

نوموړی وایي، چې دغه خبرې د غونډې په جوړښت او تخنیکي اړخ وې او پر ځينو اختلافي موضوعاتو هم هوکړه شوې ده، نادري هیله ښودلې، چې پر نورو مسایلو هم د نظر یووالی رامنځ ته شي

په همدې حال قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي، چې دواړو لورو پر تخنیکي مسایلو خبرې کړي او هیله یې ښودلې، چې په دې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شي، خو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وایي، چې له درېیو مهمو مسایلو یې دوه حل شوي او یواځې یوه مهمه مسله، چې خپلمنځي خبرې یې له ځنډ سره مخ کړي، هېواد کې د موقت حکومت رامنځته کول دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008