وروستي خبرونه

د خپلمنځي خبرو د پیل پر وړاندې اساسي خنډ افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کول دي

978

 د سولې ملي یووالي ګډه جبهه او مشرانو جرګه قطر کې له مذاکراتي ټیمونو غواړي، چې د خپلمنځي خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او ژر دې مذاکرات پیل شي

دوی وایي، ځینې هېوادونه او په هېواد کې دننه یو شمېر کړۍ هڅه کوي، څو د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي. پخواني طالب چارواکي وایي، د خپلمنځي خبرو د نه پیل اساسي ټکی هېواد کې د موقت حکومت رامنځته کول دي. همداراز دوی له دواړو لوریو غوښتنه کوي، چې د عالمانو یو درېیم ګړی لس کسیزه ټیم جوړ کړي، څو د دوی ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو هوارۍ لپاره منځګړیتوب وکړي. له نهه ورځو راهیسې دوحه کې د افغان او طالبانو مذاکراتي پلاوو ترمنځ د خپلمنځي خبرو د پیل پر اجنډا خبرې روانې دي، چې لا هم پرې دواړه پلاوي موافقې ته نه دي رسېدلي، چې په کور دننه دغه ګونګ حالات یو شمېر اندېښنې راپورته کړي

خو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وایي، چې له درېیو مهمو مسایلو یې دوه حل شوي او یواځې یوه مهمه مسله چې خپلمنځي خبرې یې له ځنډ سره مخ کړي، هېواد کې د موقت حکومت رامنځته کول دي. په خبره یې هېواد کې اوسنۍ حکومت انحصار شوی، چې باید یو ټول شموله حکومت رامنځته شي. همداراز د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار بیا له دواړو پلاوو غوښتنه کوي، چې د خپلمنځي خبرو پر وړاندې شته خنډونه دې لرې او خپلمنځي خبرې دې ژر تر ژره پیل شي

د سولې ملي یووالي مشترکه جبهه وایي، ځینې کړۍ هڅه کوي، څو د افغان سولې روان بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او دغه ملي پروسه سبوتاژ کړي، د دوی په خبره سوله د هر افغان غوښتنه ده، چې باید ژر تر ژره پیل او هېواد کې یوه تل پاتي سوله رامنځته شي. دا په داسې مهال ده، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، امریکا د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړې، نو اوس دوی ته په کار ده، چې له دې فرصت ګټه پورته کړي او نور دې د جګړو د دوام له امله د ملامتیا بار پر امریکا نه اچوي

خبریال میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008