وروستي خبرونه

ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له کبله له خپلې دندې استعفا ورکړي

975

 د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن ویلي، د ټرمپ کمزوری مدیریت د دې لامل شوی، څو د کرونا ویروس له امله امریکا د تباهي لور ته بوځې

هغه زیاته کړې، له هغه وخت نه چې کرونا وبا امریکا کې پراختیا وموندله، ټرمپ خپل مسوولیتونه و نه پېژندل او پر وخت یې د دغه وبا د مخنیوي لپاره اقدام و نه کړ، نو اوس چې په امریکا کې هر امریکایي وګړی د دغه ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، مسوول یې د امریکا ولسمشر دی او په کار ده، چې ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له کبله له خپلې دندې استعفا ورکړي

ورته وخت کې امریکا کې په انلاین ډول یوه نظر پوښتنه ترسره شوې، چې په کې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه، د دې نظر پوښتنې له مخې جوبایډن تر ټرمپ اووه سلنه مخکې دی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008