وروستي خبرونه

پکتیکا کې د ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه ژوبل شوي دي

973

 د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، چې یاده چاودنه د دې ولایت په جاني خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې، چې پایله کې یې شل تنه ټپیان شوي دي، د آرین په خبره ټپیانو کې ډېر ماشومان او مېرمنې شاملې دي او په خبره یې، له ډلې یې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی

نوموړی همداراز زیاتوي، چې د کوچیانو واده و، یو ترکتور کې د ناوې په ګډون نور ښځینه او نارینه هم سپاره وو، دغه تراکتور پر ماین برابر شوی، چې شل تنه په کې ټپیان شوي دي. که څه هم د پکتیکا ځایي چارواکي د دې ماین مسوولیت پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008