وروستي خبرونه

هند د افغان سولې د تخریب هڅه کوي

972

 د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبرحسین درانی وایي، چې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ټولې نړۍ ولیدې، خو په وینا یې اوس هند په دې لټه کې دی، څو د افغان سولې بهیر تخریب کړي او پر وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کړي

که څه هم نوموړي په دې تړاو ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو په وینا یې هند په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی نه دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یاد هېواد ادعا کړې وه، چې هند د افغان سولې د تخریب هڅه کوي او په وار وار دا خبره کوي، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې یې ډېره همکاري کړې او طالبان دوی د خپلمنځي خبرو پیل ته هڅولي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008