وروستي خبرونه

که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ونه وځي

971

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا د افغانانو لپاره زمینه برابره کړې او افغانان دې له دې ستر فرصت څخه ګټه واخلي، د نوموړي په وینا خپلمنځي خبرې باید په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو سبب شي

همداراز خلیلزاد د هغې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د امریکا اقدامات د ټرمپ ټاکنیز کمپاین لپاره نه دي او په وینا یې که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، نو امریکايي ځواکونه به له افغانستانه ونه وځي او امریکا به هم له خپلې ژمنې لاس په سر شي

خلیلزاد دا خبرې په داسې مهال کوي، چې یوه اوونۍ وړاندې د نړیوالو په حضور کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شوې، چې دواړه لوري په یاده پروسه کې د پرمختګ خبر ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008