وروستي خبرونه

پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل د خلکو غبرګونونه را پارولي

967
د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې د ولسمشر دویم مرستیال په مشرۍ په پېژندپاڼو کې تعدیل را منځ ته کولو طرحه تصویب کړه، چې موخه یې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل وو، یاده طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د کابینې غړو هم تاييد کړه، چې اوس ولسمشر دا فرمان توشیح او لاسلیک کړ
دې کړنې په هېواد کې د ولسي جرګې ځينو غړو، د چارو شنونکو او ولسي وګړو غبرګونونه راپارولي، دوی وايي، چې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل د ټولنې نزاکتونو او کلتوري دودونو خلاف کار ده ،نو په دې اساس به یو شمېر خلک پېژند پاڼې وانه خلي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې په ډاګه کړه، چې جمهور رییس غني یاد فرمان توشیح او لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په پېژندپاڼو کې د مور نوم ولیکل شي
دې چارې په هېواد کې د ګڼو سیاسي شنونو او ولسي وګړو غبرګونونه راپارولي، د ځينو ولسي وګړو په خبره هېڅ اړتیا نشته، چې په تذکره کې دې د مور نوم ولیکل شي، همدا راز د دوی په خبره د ټولنې نزاکتونو او کلتوري دودونو ته په کتو سره به خلک د مور نوم لیکلو څخه ډډه وکړي. د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، چې په تذکره کې د مور نوم لیکل به د اطراف خلکو لپاره نه منونکی کار وي او دا کار به لوی جنجالونه را منځ ته کړ، دوی له پارلمان څخه غواړي، چې په تذکره کې د مور نوم لیکلو فرمان رد او د دې کار مخه دې ونیسي
په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکلو موضوع په هېواد کې د یو شمېر ټولنیزو او د ښځو حقوقو فعالانو له لوري را برسېره شوې وه، چې اوس ورته د چارواکو پام اوښتی او یاده موضوع د ولسمشر له لوري لاسلیک شوه
خبریال فضل الرحمن سیرت

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008