وروستي خبرونه

د سولې د روانو فرصتونو له لاس ورکول هېواد بل بحران ته دننه کوي

966
 د ملي مصالحې عالي شورا وايي، که د روانو مذاکراتو پر وړاندې هر لوری خنډ جوړ کړي او رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي، نو هېواد به یو بل جنګ ته دننه شي
د مرکزي زون ځوانانو او مېرمنو، چې خپل وړاندیزونه يې د خپلمنځي خبرو پیل لپاره د ملي مصالحې شورا سره شریک کړل ټینګار وکړ، چې ژر دې جګړه ودرول شي او د اوربند په اعلان سره دې خپلمنځي خبرې پیل شي
د مصالحې شورا بیا خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په خپلمنځي مذاکراتو کې به د بشر حقونه، ارزښتونه، اتلس کلنې لاسته راوړنې او امنیتي او دفاعي ځواکونه خوندي وي. قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي ترمنځ د کړنلارې په وروستی کېدو بحثونه دوام لري، خو تر اوسه ځکه کړنلاره وروستی شوې نه ده، چې پر ځینو مواردو دوه اړخیز کړکیچونه موجود دي. د ملي مصالحې عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي، چې د مرکزي زون ځوانانو او مېرمنو وړاندیزونه يې د خپلمنځي خبرو لپاره اورېدل هیله څرګنده کړه، چې په قطر کې پر کړنلارې روانې خبرې ژر وروستی شي، تر څو د خپلمنځي مذاکراتو پړاو پیل شي. د دې زون ځوانانو او مېرمنو، چې د مصالحې عالي شورا سره يې د سولې په اړه خپلې غوښتنې شریکولې، د جګړې پر ښکېلو ډلو يې غږ وکړ، چې ژر د روان بحران حل لپاره اوربند اعلان او پرته له ځنډه دې خپلمنځي خبرې پیل کړي. اسدالله سعادتي په خپلمنځي خبرو کې د اتلس کلنو لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او پر حکومت او طالبانو يې غږ وکړ، چې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ بیا وايي، چې د کړنلارې پر ډېری مواردو توافق شوی، خو په ځینو مواردو اختلافات لا هم شته، چې پرې خبرې – اترې روانې دي
خبریال نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008