وروستي خبرونه

طالب قومندانانو تر اوسه د جګړې د کمښت امر نه دی ترلاسه کړی

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د ځینو طالب قومندانانو له خولې ویلي، چې د جنګ په ډګر کې طالب قومندانانو ته تراوسه د جګړې او تاوتریخوالي د کمښت په اړه کوم امر نه دی شوی.

دغې ورځپاڼې تازه د طالب او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو او جګړو ته په اشارې ویلي، سره له دې چې طالبانو د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه هېواد کې د جګړې د کمولو اعلان کړی، خو د جګړې په ډګر کې طالب قومندانو ورته ویلي، چې تر اوسه یې د جګړې د کمښت په اړه کوم فرمان نه دی ترلاسه کړی.

تازه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند رسنیو ته ویلي، چې امریکا سره يې د سولې هوکړه وروستۍ کړې او په خبره يې ډېر ژر به دغه هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008