وروستي خبرونه

پر سرحدي پولو پاکستان بازارونه جوړوي

957

 د پاکستان حکومت له افغانستان او ایران سره په پر سرحدي پولو د ۱۸ بازارونو جوړولو خبر ورکوي. د پاکستان حکومت په خبره، د دې بازارونو جوړولو څخه یې موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ وده او د قاچاقي توکو مخنیوی دی

دا پرېکړه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ شوې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې درې بازارونه د ازمایشتي پروژې په توګه منظور کړي دي، چې د روان کال د فبرورۍ میاشت کې به خپل فعالیت پيل کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د قاچاقي توکو د مخنیوي په موخه به نورې هڅې هم وکړي او د سرحدي بازارونو په رامنځ ته کولو سره د سرحدي سیمو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته غوره سوداګریز فرصتونه رامنځ ته شي

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له لوري څو ورځې وړاندې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د امن کمېټو جوړولو خبرونه هم خپاره شول

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008