وروستي خبرونه

خپلمنځي خبرو کې په ځینو مواریدو د اختلاف له امله مذاکرات ځنډېدلي

956

 قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم غړي وايي، چې د کړنلارې په اکثره مواردو اجماع شوې ده، خو په وینا یې دوه اختلافي مسایل لا هم نه دي حل شوي، چې له امله یې خبرې هم ځنډېدلې دي

دوی وايي، چې په یادو دوو مواردو د نظر اختلاف د دې لامل شوی چې مذاکرات وځنډوي. همداراز د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي، چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي. په خبره یې هڅه کوي، چې اختلافي مسایل حل کړي څو راتلونکې خبرې له ستونزو سره مخ نه شي

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي و، چې د مذاکراتو د پیل لپاره یو لړ اساسي ګامونه اخیستل شوي او تمه ده چې ژر به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008