وروستي خبرونه

هېواد کې روان جګړه ییز وضعیت نور افغانانو ته د منلو نه دی

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، هېواد کې هره ورځ نږدې سل تنه وژل کیږي، چې دغه وضعیت خلکو ته د منلو نه دی

همدا راز یو شمېر شنونکي او ولسي خلک له دواړو غاړو غواړي، چې هېواد کې روانه جګړه دې نوره پای ته ورسیږي. دوی وایي، طالبانو د امتیازاتو تر لاسه کولو په موخه خپلو جګړو ته زور ورکړی څو خپلمنځي خبرو کې خپل قدرت لا روښانه کړي. په خبره یې که طالبان خپلو جګړو ته دوام ورکوي نو افغان پوځ به هم له دفاعي حالته تعاروضي حالات ته وروګرځي، دوی اندېښنه ښيي چې روانې توندې جګړې خپلمنځي خبرې اغېزمنې نه کړي

وروسته له هغې چې دوحې ته افغان او طالب پلاوي د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره تللي ور سره هممهاله هېواد کې جګړو زور اخیستی، چې دغو جګړو د خلکو اندېښنې راپورته کړي. د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، چې هېواد کې هره ورځ نږدې سل تنه وژل کیږي، چې دغه وضعیت افغانانو ته د زغملو نه دی په وینا یې که چېرې ځینې کسان فکر کوي چې د جګړې لپاره یو فرصت پیدا کیږي، په وینا یې دا د محاسبې اشتباه ده چې د خدای او خلکو پر وړاندې به مسوول وي

یو شمېر شنونکي وایي د سولې روان بهیر او د جګړو شدت د امتیاز په معنا دی، دوی وایي ښکېل لوري دې د افغانانو په حال رحم وکړي او د امتیازاتو د ترلاسه کولو پر ځای دې د افغانانو د وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه روانه جګړه پای ته ورسوي. همدا راز ولسي خلک هم د جګړې شدت اندېښمن کړي او وایي، چې ښکېل لوري دې نور هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي څو د یوې تل پاتې سولې رامنځته کېدو لپاره لار هواره شي. د دوی په وینا د جګړو وروستی حل سوله ده، په خبره یې د یوې ورځې اوربند سره د سلګونه انسانانو ژوند ژغورل کیږي

هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنې په داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ بیاځلي جګړو زور اخیستی او یو بل ته د درنې مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

خبریال میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008