وروستي خبرونه

عربستان به هم ډېر ژر له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړي

948

 د وروستیو راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، ډېر ژر به سعودي عربستان هم اسراییل سره خپلې اړیکې عادي کړي د ټرمپ په خبره، د دې احتمال شته، چې له اووه تر نهو پورې نور اسلامي هېوادونه به هم له اسراییلو سره اړیکې عادي کړي. ټرمپ د اماراتو او اسراییلو ترمنځ اړیکې د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهمې بللي او زیاته کړې یې ده، د سعودي له پاچا او ولیعهد سره یې خبرې کړي او ډېر ژر به د سیمې د سولې له پروسې سره یو ځای شي

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې سعودي، اسراییل سره د خپلو اړیکو عادي کېدو مسله له فلسطین سره د یاد هېواد په اړیکو پورې تړلې وبلله

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008