وروستي خبرونه

طالبان به پر خپلو ژمنو عمل ونکړي

947

 د هند یو ډيپلوماټ کنوال سیبل ویلي، چې ښايي طالبان به پر خپلو ژمنو عمل ونکړي او له اقلیتونو سره، له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي

نوموړی زیاتوي، که طالبان له سوله ییزو لارو په افغانستان کې حضور پیدا کړي د سیمې لپاره ګټور دي؛ خو که په زور واک ته ورسیږي یا جګړو ته ادامه ورکوي، نو د سیمې پر ټولو هېوادونو او اقتصاد به منفي اغېز ولري

همدارنګه کنوال زیاته کړې ده، طالبان به د هند په اړه پر ژمنو وفا ونکړي، نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او د پاکستان له اقداماتو اندېښنه ښودلې ده، د ده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر وړاندې د طالبانو د لمسون سبب شي

د یادونې وړ ده، چې دغه ډيپلوماټ وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي، چې امریکا د افغان سولې لپاره ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خپل سفرونه د سیمې هېوادونو ته پیل کړي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008