وروستي خبرونه

سیمه ییز او نړیوال قدرتونه دې د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي

946

 افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د افغان سولې روان بهیر یو حساس پړاو ته رسېدلی او ټول نړیوال او سیمه ییز قدرتونه دې په یاده پروسه کې همکاري وکړي

زلمي خلیلزاد ویلي هند ته یې د سفر موخه د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد اندېښنې کمول او د روان بهیر په اړه معلومات ورکول و. د نوموړي په خبره له افغان سولې سره د سیمه ییزو هېوادونو او قدرتونو همکاري خورا مهمه ده او امریکا له ټولو اړخونو سره خبرې کوي، څو د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړي

همداراز نوموړی وایي د ټولو هدف دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي نو ټولو ته په کار ده، چې دغه ګډ هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008