وروستي خبرونه

د خلکو لومړیتوب هېواد کې د وینې توېدنې مخنیوی دی او باید مخنیوی یې وشي

945

 په خپلمنځي خبرو کې د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، چې د خلکو لومړنۍ غوښتنه اوربند دی او باید په ټینګېدو سره یې د وینې بهېدنې مخنیوی وشي

نوموړي دا خبرې تېره ورځ په قطر کې کړي او په وینا یې اوسنی اساسي قانون د لویې جرګې له لوري تصویب شوی او د هېواد په تاریخ کې اوږده مخینه لري. د هغه په وينا، د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له امله د نړۍ د ٢٣ هېوادنو اساسي قوانينو په کتار کې راځي. ستانکزي همدا راز زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر اساس، له تېرو لسو کلونو راهیسې هر کال شاوخوا لس زره ملکي تلفات لرو، یوازې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۷۹۵ ملکي او بې‌ ګناه وګړي مړه او ټپیان شوي دي

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملي شورا غړو او او ګڼ شمېر ولسي وګړو هم له دواړو لورو غوښتي وو، چې په خپلمنځي خبرو کې لومړی پر اوربند هوکړه وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008