وروستي خبرونه

په قطر کې د خپلمنځي خبرو پېلیدو سره د جګړې دروند بار زموږ له اوږو لري شو

944

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو رسنیو ته ویلي، په دې بریالي شو، چې د افغانانو تر منځ د مذاکراتو په پیلېدو سره د دې هېواد د جګړې مالي او ځاني دروند بار مو له اوږو لرې کړ

پمپیو همدا راز وايي، له طالبانو سره د سولې هوکړې وروسته په امریکايي ځواکونو بریدونه کم شوي دي او د تلفاتو کچه راټيټه شوې ده، د دې تر څنګ د امریکا مالي لګښتونو کې هم کم والی راغلی. د پمپیو یو ځل بیا د امریکايي سرتېرو پر ایستلو ټينګار کړی او هیله لري، چې د افغانانو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرې ژر تر ژره پایله ورکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008