وروستي خبرونه

د اتصالات ۴ جي د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو پای لوبه د کابل بازانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېده

942

 د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په اووم پړاو لوبو کې د مس عینک او کابل بازانو لوبډلې ترمنځ پای لوبه د کابل بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده

په دغې لوبه کې پچه د میس عینک لوبډلې وګټله چې لومړی یې د توپ وهنې بلنه د کابل بازانو لوبډلې ته ورکړه چې په ټاکل شویو شل اوورونو کې یادې لوبډلې ۱۴۰ منډې سیالې لوبډلې ته هدف وټاکه خو میس عینک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه توانېدله چې یاد هدف تر لاسه کړي

د کرکټ شپږیزې اووم پړاو سیالیو پایلوبه په داسې مهال د کابل بازانو لوبډله ګټي چې د دغې لیګ شپږم پړاو میس عینک لوبډلې کټلی و او دا ځل یې ونه شول کولی چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008