وروستي خبرونه

زابل کې لا هم د پولیسو په لیکو کې خیالي پولیس شتون لري

941

 د زابل امنیه قومندان وايي، د پولیسو په لیکو کې يې ۳۵۰ خیالي پولیس لمنځه وړي او ۵۴ هغه پولیسو يې نیولي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار يې د موټر چلوونکو څخه پیسې اخیستې، زابلیان او ولایتي شورا که څه هم په پولیسو کې اصلاحات مني خو په دې ولایت کې د ناامنیو د زیاتوالي څخه سرټکوي

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچی وایي، زابل کې يې د پولیسو په لیکو کې ۳۵۰ خیالي پولیس چې د کلونو راهیسې يې د یو شمېر کسانو له لوري جذب شوي وو او پیسې يې شخصي جېبونو ته تللې پېژندلي، له منځه يې وړي او په دې تړاو يې یو شمېر کسان هم عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي. ښاغلی کوچی وايې، ۴۰۰ نوي پولیس چې د زابل تر څنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، تازه دمه يې د پولیسو په لیکو کې شامل کړي او دا مهال د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په دندو بوخت دي

د زابل یو شمېر اوسېدونکي که څه هم تر یوه حده په پولیسو کې د اصلاحاتو راتللو څخه خوښ دي، خو په دې ولایت کې د ناامنیو او د طالبانو د زیاتوالي څخه سرټکوي، دوی وايې ولایتي مسوولین او مرکزي حکومت باید د زابل امنیت ته جدي توجو وکړي. د زابل ولایتي شورا هم په دې ولایت کې د ناامنیو څخه سرټکوي او وايې، په دې اړه يې په مرکز کې د کورنیو چارو له وزیر او ملي امنیت له عمومي رییس سره لیدلي او هغوی زابل ته د پاملرنې کولو ژمنه کړې خو تر دا مهاله يې په عمل کې هیڅ نه دي کړي

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچی هم مني چې طالبانو په دې ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي خو د نوموړي په خبره د طالبانو هغه پلان يې شنډ کړی چې غوښتل يې د زابل یو شمېر ولسوالۍ او امنیتي پوستې سقوط کړي ښاغلی کوچی وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د دې ولایت د امن کولو لپاره هلې ځلې کوي او ولس ته ډاډ ورکوي چې چې دښمن به په هیڅ صورت خپلو موخو تر لاسه کولو ته پرې نه ږدي زابل کې په داسې حال کې امنیتي مسوولین په پولیسو کې د اصلاحاتو راوستلو او خلک د ناامنیو څخه خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې زابل کې د طالبانو او امنیتي سرتېرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړې له امله سلګونو کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008