وروستي خبرونه

طالبان د زیاتو امتیازاتو د اخیستلو په خاطر غواړي څو ولایتونو ته سقوط ورکړي

940

 د ولسي جرګې غړي د خپلمنځي خبرو په درشل کې د جګړې پر شدت اندېښنه څرګندوي او له دواړو غاړو غواړي، چې د خبرو ښه مخته وړلو لپاره جګړه ودروي

د جرګې غړو په وینا طالبان هڅه کوي، تر څو د خپلمنځي خبرو وړاندې څو ولایتونه سقوط کړي، ترڅو په قوي موقف سره د مذاکراتو مېز ته دننه شي. په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او افغان پلاوي د دواړو لورو ترمنځ د ګډو ناستو د طرزالعمل په ډېری مواردو باندې توافق ته له رسېدو خبرو ورکړی دی. په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي ترمنځ د خپلمنځي ګرمو مذاکراتو پیل هیله مندي ډېره کړې، خو ورسره سم په هېواد کې د جګړې شدت بیا اندېښنې زېږولي دي

د ولسي جرګې غړي وايي، د بین الافغاني خبرو په جریان کې په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې زور اخیستو سولې ته د رسېدو هیلې پر ناهیلۍ بدلې کړې او په خبره يې، د مذاکراتو ښه پر مخ وړلو لپاره باید اوربند اعلان شي. د ځینو وکیلانو په خبره طالبانو په دې موخه د مذاکراتو له پیل سره جوخت جنګ شدید کړی، څو د افغان حکومت له پلاوي سره د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې یو شمېر ولایتونه سقوط او د یوه قوي دریځ سره د سولې خبرو ته داخل شي

د جرګې ځیني غړي پردې هم اندېښمن دي، که د دواړو لورو ترمنځ کوم تضمین شتون ونه لري، نو د سولې روانې خبرې به پیچلي شي او بالاخره پرته له کومې پایلې به پای ته ورسېږي. ولسي جرګه د مذاکراتو په لړ کې داسې مهال پر اوربند اعلانولو ټینګار کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د خبرو په درشل کې د جګړې له ښکېلو ډلو د اوربند اعلان غوښتنه کړې

خبریال: نظیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008