وروستي خبرونه

د سرپل کرهڼیزو محصولاتو ته دي بازار پیدا شي

939

 د دغه ولایت یو شمېر کروندګر وایي، دوی د حکومت د غوښتنې په اساس د کوکنارو پر ځای نور کرهنیز محصولات کرلي، خو د حکومت له لوري ورسره هغه ژمنې، چې محصولاتو ته به يې بازار پیدا کیږي تر اوسه نه دي عملي شوي

دوی زیاتوي، د کوکنارو پر ځای يې اوس پیاز او نور محصولات کرلي دي، خو حکومت ورته خاصه پاملرنه نه ده کړې چې دوی ورته اندېښمن دي. بزګران له حکومت او سوداګرو څخه غواړي، چې د دوی محصولاتو ته دې په کور د ننه او بهر بازار موندنه وکړي

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ډېری مصرفي توکي يې له بهرنیو هېوادونو څخه واریدېږي، خو په دې وروستیو کې د کوکنارو د کرکېلي د کمښت سره اوس په هېواد کې د داخلي محصولاتو کچه ډېره شوې ده او که ترې ګټه واخیستل شي، د بهرنیو محصولاتو مخ نیوی کوي. د سرپل بزګران پر افغان حکومت نیوکه کوي او وايې، چې افغان حکومت او سوداګر دغو محصولاتو ته په کور د ننه او بهر په بازار موندنه کې پاتې راغلي دي. دوی زیاتوي، چې حکومت ورڅخه غوښتي وو، څو د کوکنارو پر ځای نور کرهنیز توکي وکري او دوی هم د کوکنارو پر ځای پیاز او نور محصولات کرلي دي، خو د بازار د نشتون له امله اوس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

د یادونې وړ ده، چې یوازې د سرپل بزګران نه بلکې د ډېرو ولایتونو بزګران له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

خبریال : وسیم تلاش

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008