وروستي خبرونه

د پلاوو ترمنځ د ګډو ناستو د طرزالعمل په ځینو مواردو، چې اختلافات شته بحثونه دوام لري

938

 قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټویټ کې زیاته کړې، چې د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ د ګډو ناستو طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی، خو کمه برخه يې، چې پاتې خبرې – اترې پرې روانې دي

د افغان حکومت ځیني غړي بیا وايي، طرزالعمل کې ځینو مواردو کې پر شته اختلافاتو کار روان دی، ترڅو ژر تر ژره حل شي. د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي ترمنځ د سولي مذاکراتو په پنځمه ورځ لا هم د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه دوام لري، خو لا تر اوسه پرې په ټوله کې توافق ته نه دي رسېدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008